د درېیم فارم نارنج باغ د لا ښه دوې لپاره هڅې ..!

gharibmal_admin
Wed, Apr 09 2025 10:14 AM
2

د درېیم فارم نارنج باغ د لا ښه دوې لپاره هڅې ..!

د درېیم فارم اړوند ۷۰ جریبه نارنج باغ، چې د فارم د مامورینو د استوګنځایونو«کورونو » مخې ته موقعیت لري، د مشارکت په بڼه رحمت بلال کرنيز شرکت ته په دوامداره توګه سپارل شوی. د دې هوکړې له مخې، رحمت بلال شرکت به د باغ ۶۰ سلنه او ننګرهار کانال شرکت به ۴۰ سلنه حاصل/ ګټه تر لاسه کوي.

رحمت بلال کرنیز شرکت مسوولین وایي ، یاد باغ ته يې توره او سپينه سره ورکړې او د بوټو ساتنه، پالنه او روزنه پر غاړه لري ، تر څو حاصل يې لا ښه او باکیفیته وي.

دا مشارکتي ګام د باغ د پرمختګ، حاصل‌خېزې، ښې استفادې ، شين چاپېريال په موخه اخیستل شوی.

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS