د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،اـ رتي شرکت د مالي او تجارتي متخصصینوNTA بستونو لپاره لیکلې ازموینه واخیستل شوه

gharibmal_admin
Tue, Oct 13 2026 1:48 PM
۷

د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،اـ رتي شرکت د مالي او تجارتي متخصصینوNTA بستونو لپاره لیکلې ازموینه واخیستل شوه

سه‌شنبه، د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۱مه

د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،اـ رتي  شرکت د مالي متخصص او تجارتي متخصص NTA  بستونو ته د شارټ‌لېست شویو نوماندانو څخه د یوې ټاکل شوې کمېټې له لوري لیکلې ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د هغې کمېټې له لوري واخیستل شوه چې په کې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،اـ رتي شرکت سرپرست او د سوداګرۍ رئیس مولوي نعمت‌الله «سالک»، د مالي او اداري چارو رئیس محمدآجان «راشد»، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت‌الله «معروف»، د ننګرهار ولایت د آوبورسونې او فضل‌آب ا،م،اـ رتي شرکت رئیس مولوي یارمحمد «محمدي» او د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،اـ رتي شرکت د کارکوونکو چارو آمر شفیع‌الله «مدبر» هم شامل وو.

د معلوماتو له مخې، د یادو دوو بستونو لپاره ټولټال ۷۷ کسانو نوم‌لیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۱۷ تنه د مالي متخصص او ۹ تنه د تجارتي متخصص بست لپاره شارټ‌لېست شوي وو. د شارټ‌لېست شویو نوماندانو له ډلې، د نن ورځې په لیکلې ازموینه کې ۱۰ تنو ګډون کړی و.

د ازموینې ګډونوالو د ازموینې له بهیر څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ، د شفافیت او عدالت پر اصل ټینګار وکړ او هیله یې وښوده چې په راتلونکو ازموینو کې هم ورته شفاف شرایط برابر شي، څو وړ او مستحق کسان د وړتیا او مسلکي معیارونو پر بنسټ خپلو دندو ته وټاکل شي.

د یادونې وړ ده،چې بریالي کسان به د مرکې « انټرویو » له پړاو وروسته په دندو پېل وکړي .

Latest news

BACK TO NEWS