د درېیم فارم نارنج باغ د لا ښه دوې لپاره هڅې ..!

د درېیم فارم نارنج باغ د لا ښه دوې لپاره هڅې ..!
د درېیم فارم اړوند ۷۰ جریبه نارنج باغ، چې د فارم د مامورینو د استوګنځایونو«کورونو » مخې ته موقعیت لري، د مشارکت په بڼه رحمت بلال کرنيز شرکت ته په دوامداره توګه سپارل شوی. د دې هوکړې له مخې، رحمت بلال شرکت به د باغ ۶۰ سلنه او ننګرهار کانال شرکت به ۴۰ سلنه حاصل/ ګټه تر لاسه کوي.
رحمت بلال کرنیز شرکت مسوولین وایي ، یاد باغ ته يې توره او سپينه سره ورکړې او د بوټو ساتنه، پالنه او روزنه پر غاړه لري ، تر څو حاصل يې لا ښه او باکیفیته وي.
دا مشارکتي ګام د باغ د پرمختګ، حاصلخېزې، ښې استفادې ، شين چاپېريال په موخه اخیستل شوی.