سږکال به د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د مالټو حاصلات زیات وي .

سږکال به د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د مالټو حاصلات زیات وي .
تېرکال د مالټو اندازه شاوخوا ۳۵۰۰ ټنه وه ، له نېکه مرغه سږکال به که کال همداسې اباد و ، کوم طبعي افت نه و نو د مالټو اندازه به د تېرکال په پرتله څو برابره لوړه وي .
مونږ آن شاء الله سږکال هېوادوالو ته د حاصلاتو د زیاتوالي زېری ورکوو ، ځکه د نوو باغونو ښه وده، ورته په وخت اوبه رسونه ، کروندګرو ته لازمې اسانتیاوې، او د بوټو مناسبې ساتنې د حاصلاتو لوړوالي ته لاره هواره کړې ده ، چې نه یوازې د سیمې بازار ته به ، بلکې نورو ولایتونو ته یې هم د مالټو صادراتو امکانات ډېر شوي دي.
د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د درېيم فارم / بټي کوټ خوږې او تازه مالټې د هېواد په بازارونو کې ځانګړی شهرت لري، او تمه ده چې سږکال به یې اقتصاد ته هم مثبت اغېز ولري.
ديادونېوړ ده چې، د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت په څلور ګوني فارمونه کې په شاوخوا ۲۲ زره جريبه ځمکې مالټه باغونه جوړ شوي دي .