سږکال به د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د مالټو حاصلات زیات وي .

gharibmal_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۰:۵۳
7

 سږکال به د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د مالټو حاصلات زیات وي .

تېرکال د مالټو اندازه شاوخوا ۳۵۰۰ ټنه وه ، له نېکه مرغه سږکال به که کال همداسې اباد و‌ ، کوم طبعي افت نه و نو د مالټو اندازه به د تېرکال په پرتله څو برابره لوړه وي .

مونږ آن شاء الله سږکال هېوادوالو ته د حاصلاتو د زیاتوالي زېری ورکوو ، ځکه د نوو باغونو ښه وده، ورته په وخت اوبه رسونه ، کروندګرو ته لازمې اسانتیاوې، او د بوټو مناسبې ساتنې د حاصلاتو لوړوالي ته لاره هواره کړې ده ، چې نه یوازې د سیمې بازار ته به ، بلکې نورو ولایتونو ته یې هم د مالټو صادراتو امکانات ډېر شوي دي.

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د درېيم فارم / بټي کوټ خوږې او تازه مالټې د هېواد په بازارونو کې ځانګړی شهرت لري، او تمه ده چې سږکال به یې اقتصاد ته هم مثبت اغېز ولري.

د‌يادونې‌وړ ده چې، د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت په څلور ګوني فارمونه کې په شاوخوا ۲۲ زره جريبه ځمکې مالټه باغونه جوړ شوي دي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS