د ننګرهار وادي کرنیز ا-م-ا-رتي شرکت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد او پر ګډونوالو تصدیقپاڼې وویشل شوی .
د ننګرهار وادي کرنیز ا-م-ا-رتي شرکت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد او پر ګډونوالو تصدیقپاڼې وویشل شوی .
د ا-ما-ر-تي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د اداري او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوی پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد او ګډونوالو ته یې تصدیقپاڼې ووېشل شوې.
دغه روزنیز پروګرام د یاد شرکت د مالي او اداري چارو ریاست د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ریاست په همکارۍ، د شرکت د ۳۰ تنو نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره جوړ شوی و.
د پروګرام په پای کې د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر-تي شرکت سرپرست او د سوداګرۍ رئیس مولوي نعمت الله سالک، د مالي او اداري چارو رئیس محمد اجان راشد، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف، د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ریاست د کارکوونکو چارو آمر حکمت الله افغان، د یاد ریاست د صنعتي پارکونو کارپوه مطیع الله مومند، استاد رباني زلمی، د ننګرهار وادي کرنیز ا-ما-ر،تي شرکت د کارکوونکو چارو آمر شفیع الله مدبر، د ساختمان آمر روح الله روحاني او نورو مسؤلینو د روزنیز پروګرام پر ګډونوالو تصدیقپاڼې ووېشلې.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز پروګرام د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او د ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ریاست ترمنځ د لاسلیک شوي درې کلن هوکړهلیک پر بنسټ، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو په موخه ترسره شو .
