د داوطلبانو د بلنې اعلان
د داوطلبانو د بلنې اعلان
د پروژې نوم: د میکانیزې او ترانسپورت مدیریت د احاطوي دیوالونو او د مالدارۍ آمریت د پاتې دیوال د ساختماني پروژې قرارداد
تشخیصیه شمېره: NVAEC/1405/NCB/W-2722
د اعلان نېټه: دوشنبه، ۲۴/۳/۱۴۴۸ هـ.ق ـــ ۱۶/۶/۱۴۰۵ هـ.ش
موضوع: د میکانیزې او ترانسپورت مدیریت د احاطوي دیوالونو او د مالدارۍ آمریت د پاتې دیوال د ساختماني پروژې د قرارداد د اعلان په هکله
د ا،م،ا، رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،ما/ر،تي شرکت د ۱۴۰۵ مالي کال د منظور شوي پلان مطابق په پام کې لري، چې د میکانیزې او ترانسپورت مدیریت د احاطوي دیوالونو او د مالدارۍ آمریت د پاتې دیوال ساختماني پروژه د قرارداد له لارې تطبیق کړي.
له همدې امله، ټولو هغو واجد شرایطو شرکتونو او مؤسسو ته چې د یادې پروژې د قرارداد په ترسره کولو کې لېوالتیا لري، بلنه ورکول کېږي چې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۲۱ (یوویشت) تقویمي ورځو په موده کې خپل غوښتنلیکونه د معیاري شرطپاڼې او آفر د ترلاسه کولو په موخه، د یاد ا،ما/،رتي شرکت د تدارکاتو لوی مدیریت ته وسپاري.
یادونه:
د شرطپاڼې او آفر د ترلاسه کولو لپاره دې شرکتونه او مؤسسې خپل رسمي غوښتنلیکونه د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې وسپاري.
یوازې هغه شرکتونه او مؤسسې به د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون حق ولري چې د تدارکاتي قوانینو، مقرراتو او د شرطپاڼې له شرایطو سره سم واجد شرایط وي.
پته : ننګرهار وادي کرنیز ا،ما/ر،تي شرکت / ننګرهار ولایت جلال اباد ښار / سرخرود دو سرکه .
