ننګرهار وادي کرنیز ا،م ا،رتي شرکت د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت کرنیز، تخنیکي او ترانسپورتي وسایط پېرلي

gharibmal_admin
Thu, May 14 2026 10:51 AM
7

ننګرهار وادي کرنیز ا،م ا،رتي شرکت د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت کرنیز، تخنیکي او ترانسپورتي وسایط پېرلي

د ا.م.ارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م ،ا ،رتي شرکت د خپلو کرنیزو، تخنیکي او ترانسپورتي چارو د لا اغېزمنتیا او میکانیزه کېدو په موخه د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي وسایط او تجهیزات پېرلي، چې نن په رسمي مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په همدې تړاو د ترانسپورټ عمومي مدیریت کې جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م ،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف، د مالي او اداري چارو رئیس محمداجان راشد، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله سالک، د هډې فارم عمومي امر قاري بشیر احمد مؤمن، د بوټو ساتنې امر انجنیر شمس الرحمن، د مالدارۍ فارمونو عمومي امر انجنیر شکرالله نورزی، د ترانسپورټ عمومي مدیر قاري نورالله، د میکانیزې عمومي مدیر انجنیر سیداغا میاخېل، د هډې فارم زراعت عمومي مدیر انجنیر قیس الله، د فارم د میکانیزې عمومي مدیر عبدالله نعمت، د کبانو پروژې مسؤل مدیر انجنیر مجیدالله تره‌ کی، د مطبوعاتو عمومي مدیر سیدهمایون غریبمل او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د رسنیو سره په خبرو کې د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف وویل، چې د اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي د ځانګړې پاملرنې او لارښوونې پر بنسټ د ۶ میلیونه، ۴۳ زره او ۳۶۴ افغانیو په ارزښت یو باربري خاور موټر، د تېلو د انتقال یو ټانکر، یو زرنج او درې عرادې کرولا « ټوډي » موټرې پېرل شوې دي.

هغه زیاته کړه، لس عرادې د درملو شیندنې ټانکرونه، چې له کلونو راهیسې غیر فعال وو، بیاځلې ترمیم او فعال شوي، ترڅنګ یې ۱۶ پايې واړه برقي پمپونه (پوشتکي)، څلور واړه قلبې او خیشاوي ماشینونه هم چمتو شوي دي.

د نوموړي په وینا، د یادو وسایطو او تجهیزاتو په فعالېدو سره به د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اړوند څلورګونو فارمونو کې د کرنیزو چارو چټکتیا زیاته، حاصلات لوړ، عواید ډېر او خلکو ته د کار او روزګار زمینه لا پراخه شي.

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د کرنیزو چارو میکانیزه کول د عصري کرنې بنسټیزه اړتیا ده او یاد ا شرکت هڅه کوي د نویو اسانتیاوو او تجهیزاتو په مټ د کرنې سکتور لا پیاوړی او معیاري کړي.

Latest news

BACK TO NEWS