ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د غنمو د حاصلاتو راټولولو «لو»بهیر رسماً پیل شو
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د غنمو د حاصلاتو راټولولو «لو»بهیر رسماً پیل شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت هډې فارم عبدالخېلو بلاک کې د غنمو د حاصلاتو راټولولو (لو) بهیر نن په رسمي ډول پیل شو.
په دې مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس سېد محمد نعیم محمدي، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف، د مالي او اداري چارو رئیس محمد اجان راشد، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله سالک،حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت پلټنې مرستیالې ننګرهار ولایت ته د راغلي ټيم امر مولوي وحیدالله راشد ، د هډې فارم عمومي آمر قاري بشیر احمد مؤمن، ددغه فارم زراعتعمومي مدیر انجنیر قېس الله ابراهیمخېل، د عبدالخېلو بلاک مدیر انجنیر عبیدالله امیني او د مطبوعاتو عمومي مدیر سېد همایون غریبمل ګډون کړی و.
مسؤولینو د یاد بهیر « لو » له پیل سره هیله څرګنده کړه چې سږکال به د غنمو حاصل د پام وړ وي.
د معلوماتو له مخې، سږکال د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت په څلور ګونو فارمونو کې پر شاوخوا ۱۹۴۰ جریبه ځمکه دولتي (ا،م،ارتي) کښت ترسره شوی، چې تمه ده پراخه د غنمو حاصل به ترې تر لاسه او له امله یې ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره، اقتصادي وضعیت ښه او له کرنیزو ځمکو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي .
