ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او ختیځ زون تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو ، تخنیکي زده کړو د پیاوړتیا په پار درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او ختیځ زون تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو ، تخنیکي زده کړو د پیاوړتیا په پار درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او د ختیځ زون تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پلي کېدو، تخنیکي او مسلکي زده کړو د ودې، ظرفیت لوړونې او اقتصادي پرمختګ په موخه درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو پروګرامونو د عملي کولو په پار ترتیب شوی، چې له مخې به یې د تخنیکي زده کړو کیفیت لوړ او د کار بازار اړتیاوو ته ځواب ویونکی بشري ځواک وروزل شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس مولوي نعمت الله «سالک»، د مالي او اداري چارو رئیس محمداجان «راشد»، او د ختیځ زون تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس پوهنیار قاضي خالد «صداقت» ګډون درلود .
همداراز د تعلیمي نصاب د ارزونې متخصص استاد هدایت الله ظاهر، د ریاست کارپوه مطیع الله «مومند» او رضوان الله «امیري»، د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د مطبوعاتو او اړیکوعمومي مدیر سید همایون غریبمل او یو شمېر نورو مسؤلینو په دغو مراسمو کې حضور درلود.
مسؤلینو ټینګار وکړ چې د دې هوکړه لیک له لارې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې ظرفیتونه لوړ شي او د دواړو ادارو د لا اقتصادي ودې ، تولیداتو پلور لپاره به اغېزمن ګامونه پورته شي .
