په ننګرهار ولایت کې د زیتونو د وده، حاصلاتو او کیفیت د لوړولو په موخه څېړنې روانې دي.

په ننګرهار ولایت کې د زیتونو د وده، حاصلاتو او کیفیت د لوړولو په موخه څېړنې روانې دي.
اوسمهال د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت په درېيو فارمونو کې ټولټال ۲۵۲ زیتون ونې د څېړنې تر پوښښ لاندې دي .
د ننګرهار وادي کرنیزا شرکت د مالي او اداري چارو ریاست اړوند د پلان او تحقیقاتو امریت د تحقیقاتو او لابراتوار عمومي مدیریت، د "په ننګرهار ولایت کې د زیتونو په وده، حاصلاتو او کیفیت باندې د بېلابېلو کیمیاوي سرو د مختلفو دوزونو اغېزې" تر عنوان لاندې څېړنیز پروګرام پيل کړی دی".
د دغې څېړنې موخه، د هغو طبیعي او تخنیکي عواملو پېژندل او ارزول دي چې د زیتونو په حاصلاتو کې د زیاتوالي یا کموالي لامل ګرځي .
په دغوعواملو کې د یوریا « سپینه سره» ، توره سره «DAP » ، N:P:Kاو بوران مناسب یا ناسم استعمال، د اوبه خور سیستم سم یا ناسمه اداره، شاخه برۍ، او نور اګروتخنیکي مدیریتونه شامل دي .
د تحقیقاتو او لابراتوار عمومي مدیر، انجنیر محمد نظر «تره کې»، وایې چې اوس مهال د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت په درېيو فارمونو «« لومړي، دوهم او څلورم » کې ټولټال ۲۵۲ زیتون ونې د څېړنې تر پوښښ لاندې دي.
نوموړی زیاتوي: په دې پروسه کې موږ په هر فارم کې یوه نمایشي قطعه چی په هغه کی دری ۳ ریپلیکیشونه «تکرار» او په هر ریپلیکشن کی ۱۴ بېلابېل ټریټمنټونه« ځانګړی حالت یا فکتور» څیړو څو وکولای شو د حاصلاتو د زیاتوالي او د کیفیت د لوړوالي لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ومومو.
د انجنیر تره کي په وینا، د څېړنې په پایله کې به داسې معیاري او څیړل شوی ټریټمنټ « ځانګړی حالت یا فکتور» وړاندې شي چې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت لپاره اقتصادي موثر ، لوړ او معیاري حاصل لرونکی وي او د زیتونو د صنعت په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.