ننګرهار کې د "نارنج ګل تر نامه لاندې" درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

gharibmal_admin
Mon, Apr 14 2025 3:29 PM
۳۳

ننګرهار کې د "نارنج ګل تر نامه لاندې" درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار سراج العمارت بڼ کې د کورنیو او داخلي تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندارتون د "نارنج ګل" تر نامه لاندې پای ته ورسېد.

په دغه نندارتون کې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت هم خپل تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړل، چې د‌هېوادوالو له پراخ هرکلي سره مخ شول.

د نندارتون په پای کې د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رياست ، د سيکارام احمدي بازار موندنې شرکت  له‌خوا د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت فعال ګډون او کړنې وستایل شوې او یو ستاینلیک ورکړل شو.

دا ډول نندارتونونه نه یواځې د تولیداتو د معرفي زمینه برابروي، بلکې د بازارموندنې او اقتصادي ودې لپاره هم مهم ګامونه بلل کېږي.

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS