ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د کرنيزو چارو رئيس ، د سوداګرۍ او بازار موندنې رئيس او نورو مسوولينو د درېيم فارم سپين خوړ محافظوي پولو د بيا رغونې چارو څخه لیدنه وکړه.

gharibmal_admin
Wed, Apr 09 2025 10:33 AM
22

 

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د کرنيزو چارو رئيس ، د سوداګرۍ او بازار موندنې رئيس او نورو مسوولينو د درېيم فارم سپين خوړ محافظوي پولو د بيا رغونې چارو څخه لیدنه وکړه.

 

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د کرنيزو او تخنيکي چارو رئيس انجينر حکمت الله « معروف » د سوداګرۍ او بازار موندنې رئيس انجينر ندي الله « نيازی » ، د اوبو لګولو تخنيکي ساتنې او څارنې آمر انجنير ګل احمد «چوپان‌» ، د درېيم فارم د زراعت مدير انجنير عتیق الله او نورو سره په ګډه د درېيم فارم اړوند د پنځم او شپږم بلاکونو ترمنځ د سپين خوړ تخريب شويو محافظوي پولو د بيا ترميم او جوړولو او رسوباتو پاکولو له روانو چارو څخه کتنه وکړه.

يادو رئيس صاحبانو ددې ليدنې په ترڅ کې د ميکانېزې لوی مدیریت اړوند د تخنيک مدير عبدالله نعمت کارونه وستایل او د کار د لا ښه پرمختګ لپاره يې ورته لازمي لارښوونې وکړې .

دمسوولينو په وينا ددې پروسې هدف دادی چې د سپین خوړ د اوبو بهیر لوړ شي ، موسمي سيلابونو د تخريباتو څخه خلاص شي « محافظوي پولې يې وتړل شي » او په سیمه کې کرنیزې ځمکې د اوبو د زیاتې کچې تهدید څخه په امن کې شي.

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS