د درېیم فارم د ۲۱مې عمومي ویالې د رسوبي موادو څخه د پاکولو چارې روانې دي .
د درېیم فارم د ۲۱مې عمومي ویالې د رسوبي موادو څخه د پاکولو چارې روانې دي .
دا،م،/ا،ر،تي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،/م،ا،رتي شرکت اړوند درېیم فارم کې د ۲۱مې عمومي ویالې د رسوبي موادو څخه د پاکولو چارې روانې دي.
د درېیم فارم د مسوولینو په وینا، د یادې عمومي ویالې د پاکولو چارې تېره ورځ پیل شوې دي چې د شاوخوا ۴۰۰۰ مترو په اوږدوالي به د راتلونکو دوو اوونیو په ترڅ کې بشپړې شي.
د درېیم فارم د زراعت لوی مدیر، انجنیر عتیقالله، وایي چې په تېرو څو کلونو کې په یاده ویاله کې د رسوبي موادو د راټولېدو له امله د اوبو د جریان په برخه کې ستونزې رامنځته شوې وې،نوموړي زیاته کړه، چې د درېیم فارم د امر مولوي ګلمحمد مطمئن په لارښوونه، د ۱۳ کرنيزو قراردادي شرکتونو په مالي لګښت، ۳۰ تنو روزمزد کارګرانو له لوري د ویالې د پاکولو چارې په منظم ډول روانې دي.
د ویالې له پاکولو سره به د اوبو د جریان زمینه لا ښه برابره، د اوبو د ضایعاتو کچه راکمه او د سیمې یو شمېر بېروزګاره کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
#داوبو سم مدیریت، د کرنې د ودې او حاصلاتو د زیاتوالي بنسټ دی.
