ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم ریاست لپاره د ښاري ترمینلونو دځمکو د انتقال چارې بشپړې شوي .

gharibmal_admin
Sat, Jul 18 2026 12:21 PM
۵

 

ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم ریاست لپاره د ښاري ترمینلونو دځمکو د انتقال چارې بشپړې شوي .

د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت څخه د ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم ریاست ته د معیاري ښاري ترمینلونو د جوړولو په موخه د دوو مناسبو ځمکو د انتقال چارې په رسمي ډول بشپړې شوې.

د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ا،رتي شرکت مطبوعاتو ته ددغه شرکت د املاکو امر محمد کامران تره کی وویل، په همدې موخه مو تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز  ا،م،ا،رتي شرکت اجرائيوي رئيس سید محمد نعیم محمدي په مشرۍ د رياست مقام په دفتر کې چې په کې د ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم رئیس ملا انعام الله انعام، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ا،رتي شرکت د املاکو امر محمد کامران تره کی ، د ځمکو قراردادونو لوی مدير ذاکر الله شیرزاد ، ولایت مقام، ښاروالۍ، ښار جوړونې، امنیې قوماندانۍ، کرنې او مالدارۍ او یو شمېر نورو ریاستونو استازو او تخنیکي کمېټو غړو ګډون کړی و ناسته وشوه.

ناسته کې مسؤلینو د یادې پروژې پر ارزښت خبرې وکړې او د معیاري ښاري ترمینلونو جوړول یې د ترانسپورټي خدمتونو د ښه والي، د ښاري نظم د پیاوړتیا او د عامه اسانتیاوو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله.

د مسؤلینو په وینا، د عالیقدر ام.یرالم.ؤمنین حف.ظه الله تعالی د (۵۸۸۷) ګڼې حکم، د ۱۴۴۵/۱۲/۱ هـ.ق نېټې له مخې د ولایتي کمېټې له لوري د دوو مناسبو ساحو تثبیت او تشخیص شوی و، چې اوس یې د انتقال چارې بشپړې شوې.

له دغو ساحو څخه یوه د جلال‌ آباد ښار د حلقوي سړک ترڅنګ د سیاسنګ څلورلارې په سیمه او بله د مرحوم مجاهد مولوي محمد یونس خالص فامیلیو اړوند د ټوېل څلور لارې ته نږدې موقعیت لري.

همدارنګه د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ا،رتي شرکت اړوند څنګل باغ ساحه کې شاوخوا ۲۶ جریبه ځمکې د قرارداد اسناد چې پرې د کابل موټرو هډه جوړېږي هم په رسمي ډول د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائيوي رئيس له لوري ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم ریاست ته وسپارل شول.

ټاکل شوې ده، چې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري په دې ساحه کې د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو معیاري، عصري او مجهز مسافربري ترمینل جوړ شي.

د ناستې په پای کې د ولایتي او تخنیکي کمېټو غړو له دواړو ټاکل شویو ساحو څخه لیدنه وکړه او د ځمکو موقعیتونه یې له نږدې وارزول.

مسؤلینو زیاته کړه، د یادو پروژو په عملي کېدو سره به د جلال اباد ښار ترانسپورټي نظم لا پیاوړی، د ترافیکي ګڼې‌ ګوڼې کچه راکمه، مسافرو او موټر چلوونکو ته معیاري او خوندي خدمات برابر، د ښاري جوړښت منظم او د اقتصادي ودې او پانګونې لپاره به لا مناسب فرصتونه رامنځته شي.

Latest news

BACK TO NEWS