د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهاروادي کرنیز امارتي شرکت د هډې فارم عبدالخېلو بلاک کې د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په ترڅ کې پر سلګونو جریبه ځمکه د مالټو باغونه جوړ او « امارتي کښت » غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي، چې د سیمې د اقتصادي ودې ، غذايي مصو

gharibmal_admin
Tue, Apr 28 2026 1:54 PM
۸

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهاروادي کرنیز امارتي شرکت د هډې فارم عبدالخېلو بلاک کې د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په ترڅ کې پر سلګونو جریبه ځمکه د مالټو باغونه جوړ او « امارتي کښت » غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي، چې د سیمې د اقتصادي ودې ، غذايي مصونیت لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوی ریس سیدمحمد نعیم «محمدي» ، د کرنیزو چارو رئیس انجنیر حکمت الله «معروف» ، هډې فارم امر قاري بشیر احمد ، د یاد فارم زراعت عمومي مدیرانجنیر قیس الله ابراهیمخېل ، د عبدالخېلو بلاک مسوول مدیر انجنیر عبیدالله «امیني » او نورو په ځانګړې پاملرنې اوس ددغه بلاک مالټه باغونه او د غنمو ولاړ فصل په ښه حالت کې دی او د ښه حاصل تمه ترې کېږي.

تېره ورځ ددغه فارم د زراعت عمومي مدیر ، د عبدالخېلو بلاک مسؤل مدیر او د ننګرهار کانال شرکت د مطبوعاتو او اړیکو عمومي مدیرسېد همايون غریب مل له یاد بلاک له مالټه بوټو او غنمو ولاړ فصل څخه لیدنه وکړه او د قناعت وړ يې وبلل .

د یادو پروژو له برکته به ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، اقتصادي وضعیت به ښه کړي او له کرنیزو ځمکو څخه به اغېزمنه او سالمه ګټه واخیستل شي.

Latest news

BACK TO NEWS