د شګې سربند د پاکولو چارې وروستۍ پړاو ته رسېدلي .

د شګې سربند د پاکولو چارې وروستۍ پړاو ته رسېدلي .
دغه مهم کرنیز تأسیس، چې د ننګرهار ولایت خېوې ولسوالۍ شګې قريي ته نږدې موقعیت لري، د هډې فارم عبدالخېلو بلاک د کرنیزو فعالیتونو د غښتلتیا او پراختیا لپاره یو حیاتي بنسټ ګڼل کېږي.
شګې سربند، چې شاوخوا ۹ کیلومتره اوږدوالی لري، د ځايي خلکو په وینا ، د تېرو نږدې اته کلونو راهیسې نه و پاک شوی، خو اوس د ننګرهار وادي کرنيزا شرکت د رهبرۍ په پاملرنې او ددغه ا شرکت په مالي لګښت، شته ماشینري، تخنیکي کارکوونکو، د هډې فارم امریت او د عبدالخېلو بلاک مدیریت تر نظارت لاندې، د خلکو« ولسونو» په همکارۍ د سربند د پاکولو چارې په چټکۍ روانې دي.
د ځايي خلکو په وینا، دغه سربند د ککړتیا، رسوباتو او خنډونو له امله د اوبو د بهیر له ستونزو سره مخ و، خو اوس له نېکه مرغه د پاکولو دغه پراخ بهیر بشپړېدو ته نږدې شوی، چې له امله به یې د اوبو جریان چټک، منظم او زیات شي.
له دې ستر او مهم سربند څخه درې لویې ويالې تېرې شوې دي، چې د شګې ویاله، لمه ټک ویاله او عبدالخېلو ویاله په نومونو یادیږي.
یادې درې واړه ويالې ټولټال ۳۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د زرګونو جریبو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره مهمه سرچینه بلل کېږي.
د عبدالخېلو ویاله، چې له همدې سربند تغذیه کېږي، د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د سلګونو جریبو کرنیزو ځمکو خړوبولو مسؤلیت لري، او د اوبو تنظیم لپاره یو بنسټیز او مؤثر سیستم ګڼل کېږي.
شګې سربند اصلاً د جاپاني شخصیت، ډاکټر ناکامورا لهخوا طرحه شوی و، د دې سربند په جوړېدو سره په سیمه کې کرنیز انقلاب رامنځته شو، زرګونه کورنۍ یې له بېکارۍ وژغورلې، د ځمکې ارزښت یې لوړ کړ او سیمهییز اقتصاد ته یې نوې ساه ورکړه.
اوسمهال، شګې سربند نه یوازې د کرنیز تولید د زیاتوالي لامل شوی، بلکې د عبدالخېلو بلاک د ودې، اقتصادي ثبات او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره هم ستر اهمیت لري.
یادونه باید وشي چې عبدالخېل بلاک د هډې فارم امریت پورې اړوند یو مهم کرنیز بلاک دی، چې د شنو باغونو، سټروسو، مۍ او موسمي کښتونو کوربه دی. دا بلاک د شګې قریې اړوند دی او د ننګرهار د کرنیز ظرفیت یوه ژوره بېلګه ګڼل کېږي.
#مطبوعات