خبرتيا

gharibmal_admin
Mon, Jul 14 2025 8:34 AM
۹۰۰

خبرتيا

ګرانو کروندګرو ، کرنيزو شرکتونو مسوولينو ، محترمو اهاليو ...!

موږ او تاسو ټولو ته څرګنده ده چې د اوبو کمښت يوازې د ننګرهار نه، بلکې د ټول افغانستان او حتی د نړۍ يوه ستره ستونزه ده.

زموږ د ډرونټې د اوبو بند په کاسه کې چې څومره اوبه موجودې وي، هومره به په لوی نهر کې هم اوبه بهېږي او ستاسو د کروندو د خړوبېدو لامل به شي.

خو کله چې د اوبو کاسه کمه شي، طبيعي ده چې په نهر کې هم د اوبو کچه راټيټېږي.

د معلوماتو له مخې اوبه اوس د کابل سيند ، نغلو څخه کمې دي

د همدې لپاره له ټولو درنو هېوادوالو څخه هيله کېږي چې د اوبو په کارولو کې بشپړه پاملرنه وکړي او د اوبو له دې قېمتي نعمت څخه ناسالمه او بېځايه ګټه پورته نه کړي.

له تاسو د زغم، حوصلې او همکارۍ مننه.

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS