د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خرما، نارنج، مالټه او لیمو حاصلاتو مزایده ترسره شوه .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خرما، نارنج، مالټه او لیمو حاصلاتو مزایده ترسره شوه .
تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیزا شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس، انجینر ندي الله نیازي په مشرۍ د خرما، نارنج، مالټه او لیمو د باغونو د حاصلاتو داوطلبۍ (مزایده) په شفافه، رڼا او ازاده فضا کې ترسره شوه.
په دې مزایده کې یاد حاصلات د ۳ میلیونه ۸۴ زره افغانیو په مقابل کې د بېلابېلو قراردادونو له لارې پرڅلورو تنو وپلورل شول، چې ټول عواید به یې د دولت خزانې ته وسپارل شي.
د خرما حاصلات د ۱,۹۱۶,۰۰۰ (( ۱۹ لاکه ۱۶ زره )) افغانیو په بدل کې
د نارنج حاصلات ۵۲۵٬۰۰۰ (( پنځه لاکه او پنځه ویشت زره)) افغانیو په بدل کې
د عبدالخېلو مالټه ۱،۲۳،۰۰۰ (( یو لکو ۲۳ زره )) افغانیو په بدل کې
د لیمو حاصلات د ۵۲۰,۰۰۰ (( ۵ لاکه او ۲۰ زره )) افغانیو په بدل کې
په بریالیتوب سره د مزایدې له لارې وپلورل شول.
ننګرهار وادي کرنیزا شرکت د افغانستان په کچه له سترو دولتي کرنیزو پروژو څخه شمېرل کېږي چې په خپلو څلورو لویو فارمونو کې د خرما، ستروسو (نارنج، مالټه، لیمو) او نورو ډولونو باغونه لري.
د هر کال د حاصلاتو راټولولو او پلور وروسته، ټول ترلاسه شوي عواید د دولت خزانې ته سپارل کېږي.
دا ا شرکت نه یوازې د کرنیزو عوایدو د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا، د بزګرانو په هڅونې، او د کرنیزو محصولاتو په بازارموندنه کې مهم رول لوبوي.