د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

gharibmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
6

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي . 

هډې فارم لومړي بلاک ۳۷ او ۳۸ نمره په قراردادي ځمکې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت زراعتي ، غېرې زراعتي ، مالدارۍ او نورو فعالیتونوترسره کولو په موخه پانګونه کېږي .

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت مسوولین وايي،  د هډې فارم لومړي بلاک ۱۱۰ جریبه ځمکه يې صادق سمیر کرنیز شرکت ته د اوږد مهال لپاره په قرارداد ورکړل شوی.

چې یاد کرنیز شرکت د یوې برخې « زراعتي او مالدارۍ» کارونه يې بشپړ کړي او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه او د بلې برخې چې غېرې زراعتي فعالیتونه لکه سپورتي میدان ، تفریحي پارک او نورو فعالیتونو ته ځانګړې شوی د کارونو پرانسته وشوه .

ددغو دواړو کارونو/ پروژو « ګټې اخستنې ته د سپارلو او نوو کارونوپېل » د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرایوي رئیس سید محمد نعیم «محمدي» ، مالي او اداري رئیس محمداجان راشد ، سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس انجنیر ندي الله نیازی ، املاکو سرپرست امر محمد نبي جان ، د هدې فارم لومړي بلاک مسوول مدیر او نورو مسوولینو له لوري ترسره شو. 

د ننګرهار وادي کرنیز ا مسوولین زیاتوي، دوی دغه ځمکه یو خصوصي کرنیزشرکت « صادق سمیر » ته د اوږدمهال لپآره په قرارداد ورکړی .

چې پرې د کرنې، باغدارۍ، مالدارۍ ، غېرې زراعتي لکه سپورټي او تفریحي پارک او نور فعالیتونه ترسره کړي .

یادې پروژې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت  هډې فارم لومړي بلاک  ۳۷ او ۳۸ نمره ځمکوکې عملي کیږي.

او ورسره تازه یوه اندازه ځمکه چې پرې اعلی نوعه انګورو، ناکو، اینځرو او نورو مېوه‌ لرونکو بوټو باغونو لپاره ځانګړې شوی پرې بوټې کینول شوه .

دغه راز د ياد خصوصي قراردادي شرکت د مسوولينو په وينا په ۳۵ جریبه نوره ځمکه چې پرې به د اټکل له مخې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي غېرې زراعتي فعالیتونو لپاره لکه سپورټي میدانونه او پارکونو او نورو جوړلو لپار ځاګړی شوی د کارونو پرانسته وشوه .

په همدې مهال  رسنیو ته د ننګرهاروادي کرنیز ا شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې  چارو رئيس انجنیر ندي ‌الله نیازي وویل، دغه دوه پروژې د یوه خصوصي شرکت‌ له خوا عملي کېږي چې قرارداد يې شاوخوا ۱۵ کاله مخکې شوی، خو تېر حکومت یې په عملي کولو کې پاتې راغلی و.

هغه زیاته کړه، یادې پروژې د کانال ا شرکت اړوند د هډې فارم لومړي بلاک  کې تطبیقیږي .

ښاغلی نیازی وايي ، چې دغه ځمکه تر اوسه شاړه وه ، کندې وه ، مخروبه وه ، بلندابه وه او د ننګرهار کانال د جوړېدو سره یانې دا شاوخوا ۶ لسیزې پر کرکیله نه وه شوه ، له نېکمرغه ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خپلو نورو ملکیتونو په څېر دد هغې رغونې ته هم پآملرنه کړی .

د ننګرهاروادي کرنیز ا شرکت مسوولین وایي، هڅه کوي چې د کانال ټولې غیرفعاله ځمکې د کرنې، باغدارۍ او نورو تولیدي برخو لپاره وکاروي.

ورته مهال، د صادق سمیر قراردادي خصوصي کرنیز شرکت یو تن مسوول عبدالظاهر وايې، د خپل هېواد د پرمختګ لپاره يې په دوو « کرنیز او مالدارۍ او غیرې کرنیزو او ورته نورو فعالیتونو» په برخه کې پانګونه کوي .

چې تر دی مهال يې په کرنیزه او مالدارۍ برخه کې شاوخوا ۲۵ میلونه افغانۍ پانګونه کړې او ۷۵ جریبه ځمکه يې اباده کړې  او تر شل میلونه افغانیو به په غېرې زراعتي او نورو برخو کې پآنګونه هم وکړي ، څو د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ځايي خلکو ته د لنډمهال او اوږدمهال کار زمینه هم برابره شوی او د کانال ا شرکت عواید به هم ورسره لوړ شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS