څلورم فارم سپین خوړ درې کيلومتره‌ ساحه له رسوبي موادو پاکېږي .

gharibmal_admin
Sun, Jun 01 2025 9:53 AM
۷۷

څلورم فارم سپین خوړ درې کيلومتره‌ ساحه له رسوبي موادو پاکېږي .

داوبو لپاره منظم مسير «لار» ټاکل کېږي « د اوبو بهير يې لوړېږي » محافظوي پولې به يې ټينګي او تر ډېره بريده به ورسره کرنیزې ځمکې « ددغه ا شرکت او ولس » د اوبو له جدي ګواښه خوندي شي .

د ياد فارم سپين خوړ کې دغه چارې ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت پخپلو مصارفو ، ماشينريو ، وسايطو او فني کارکوونکو پواسطه ترسره کېږي او له نېکه مرغه کارونه يې منظم روان دي او په راتلونکو دوو مياشتوکې کې به بشپړ شي .

تېره ورځ ترې د څلورم فارم امر سېد عبدالله پاچا د میکانیزې لوی مدیریت د تخنیک مدیر عبدالله نعمت او نورو لېدنه‌ وکړه.

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت رهبري د خپلو ټولو فني او تخنیکي ټیمونو د هڅو قدرداني او ستاينه کوي او ژمن دی چې د کرنیزو ساحو د لا ښه خوندي کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي ، تر چې وطن مو د کرنيزو محصولاتو له اړخه لا غني ، عوايدو کچه مو لوړه او وطن مو ځان بساينې لور ته چټک ګامونه پورته کړي وي .

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS