ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجراييوي رئيس د درېيم فارم سپين خوړ محافظوي پولو د بيا رغونې چارو څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجراييوي رئيس د درېيم فارم سپين خوړ محافظوي پولو د بيا رغونې چارو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس سېد محمد نعيم « محمدي » د درېيم فارم اړوند د پنځم او شپږم بلاکونو ترمنځ د سپين خوړ تخريب شويو محافظوي پولو د بيا ترميم او جوړولو او رسوباتو پاکولو له روانو چارو څخه کتنه وکړه.
نوموړي سره پدې لېدنه کې ددرېيم فارم د زراعت عمومي مدير انجنير عتیق الله او نور هم مله و .
دننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجراييوي رئيس ددې ليدنې په ترڅ کې مسوولينو ته د کار د لا ښه پرمختګ لپاره لازمي لارښوونې وکړې او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
همداراز، د نوموړي لهخوا د ماشينونو ډریوران د هڅونې په موخه په نغدي ډالیو ونازول شول.
په ورته مهال د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجراييوي رئيس سېد محمد نعيم « محمدي » د ۲۳ او ۲۴ نمبر ويالو څخه هم د اوبو د تنظیم په موخه څارنه او نظارت ترسره کړ، ترڅو د اوبو مدیریت په مؤثره توګه ترسره شي ، او اوبه کرنیزو سیمو ته په عادلانه او مؤثر ډول ورسېږي.
ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت دخپلو کروندګرو د خدمت، او د زراعت د ودې په موخه خپل تعهد ته ژمن دی .