د ننګرهار وادي کرنیز اشرکت د رهبرۍ د لوزم‌دید او د ۱۴۰۴ هـ ش کال د تعیناتو له مخې، د یاد ا شرکت دوو امرين صاحبانو نن پخپلو رسمي چارو پېل وکړ.

gharibmal_admin
Sun, Feb 01 2026 10:46 AM
۵

د ننګرهار وادي کرنیز اشرکت د رهبرۍ د لوزم‌دید او د ۱۴۰۴ هـ ش کال د تعیناتو له مخې، د یاد ا شرکت دوو امرين صاحبانو نن پخپلو رسمي چارو پېل وکړ.

د پریکړې له مخې، د ساختمان پخوانی آمر انجنیر محمد صادق زهیرد اوبو لګولو تخنیکي ساتنې او څارنې د آمر په توګه تعين شو، او همدارنګه د اوبو لګولو تخنیکي ساتنې او څارنې پخوانی سرپرست آمر روح‌الله روحاني د ساختمان د آمر په توګه پردندې پیل وکړ.

انجنیر محمد صادق زهیر چې تر دې وړاندې یې د ساختمان د آمر په توګه دنده ترسره کوله، د انجینري پوهنځي څخه د لیسانس سند لري او د انجینري، اداري او عصري علومو په برخو کې پراخه تجربه لري.

همدارنګه روح‌الله روحاني، چې اوس د ساختمان د آمر په توګه دنده پرمخ وړي، تر دې وړاندې یې د اوبو لګولو تخنیکي ساتنې او څارنې د سرپرست آمر په توګه خدمت کړی دی ، نوموړي په عربي ادبیاتو کې د لیسانس تر کچې او په ديني زده کړو کې تر لوی دورې زده کړې کړي، د ديني او عصري علومو تر څنګ په اداري چارو کې هم پراخه تجربه لري.

دغه دوه تنه تعين شوی آمرينو تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د مالي او اداري چارو رئیس انجنیر محمد اَجان راشد، د کرنیزو چارو رئیس انجنیر حکمت‌الله معروف او د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت‌الله سالک له لوري معرفي شول او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې.