د بېرو شهد«شات»او د مچيو روزنه د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت په فارمونو کې په تاوده کاروبار بدل شوی .

gharibmal_admin
Sun, Apr 06 2025 9:49 AM
4

د بېرو شهد«شات»او د مچيو روزنه د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت په فارمونو کې په تاوده کاروبار بدل شوی .

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت په څلور ګونو فارمونو کې له نېکه مرغه د بېرې ونې کرل شوي او اوس په‌دغو فارمونو کې ګڼ هېوادوال د‌شاتو مچيو په روزنه او شهدو کاروبار کې مصروف دي ، چې نه یوازې ددغو کاروباريانو عایدات يې زیات کړي، بلکې د هېوادوالو لپاره يې د کار زمینه هم برابره کړې ده ، چې هر کال ترې ياد کاروباريان په زياته اندازه شهد ترلاسه کوي .

ددې‌برخې‌کاروباريان وايي ، د بېرو بوټو ساتنه اسان ده، او شهد هم ښه حاصل ورکوي‌، دوی وايې اوس زموږ کورنۍ له همدې لارې خپل ټول لګښتونه پوره کوي.

د اقتصاد برخې شنونکي باور لري،چې که حکومت د بسته بندۍ، صادراتو او مارکېټ موندنې برخه کې ملاتړ لا ډېر کړي، نو دا به نه یوازې د ننګرهار، بلکې د ټول هېواد د اقتصاد لپاره یو مثبت بدلون راولي.

یاده دې وي چې طبیعي شهد«شات» نړیوال بازار کې ډېر ارزښت لري، او افغانستان کولی شي د دې له لارې د صادراتو کچه لوړه کړي.

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS