د چپرهار یو سیفون د ترمیم ساختماني چارې په منظم ډول روانې دي

gharibmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۱۴
۸

د چپرهار یو سیفون د ترمیم ساختماني چارې په منظم ډول روانې دي

د ا،م،-ا،رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،-ا،-رتي شرکت له لوري د چپرهار یو سیفون د ترمیم ساختماني چارې په منظم ډول روانې دي، تېره ورځ ترې له نږدې دا انځورونه د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت مطبوعاتو مديريت راټول کړه.

د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د یادې پروژې چارې د ۷۵ ورځو په موده کې بشپړې شي او سیفون له اساسي ترمیم او بیارغونې وروسته بېرته د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.

د پروژې د تطبیق چارې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د اوبو لګولو، ساتنې او څارنې امریت او د ساختمان امریت له لوري څارل کېږي.

د مسوولینو په وینا، یاد سیفون د تېرو اورښتونو او د زیاتو اوبو د راوتو او بهېدو له امله زیانمن شوی و، چې ترمیم به یې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې کړي او د کورونو او کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو احتمالي ګواښونه به راکم کړي.

د یادونې وړ ده چې د پروژې د تطبیق پر مهال هره ورځ شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په دې پروژه کې د شاوخوا ۴۰ مترو اوږدوالي د سنګارۍ دېوالونو جوړول، کندن‌کاري، د اوسپنیز کانکریټ کارونه، انګاف او نور اړین ساختماني فعالیتونه شامل دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS