د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اعلان شوو خالي بستونو له جملې درې تنه نوي « پلان او راپورونو «ګذارشاتو» توحید امر ، مالي او ادارو چارو امر ، تصنیف او بېلانس مدیر» د ازادې، رڼې او شفافې لیکنۍ او تقریري « انټرویو » ازموینې او پړاونو وروسته وګمارل شول او
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اعلان شوو خالي بستونو له جملې درې تنه نوي « پلان او راپورونو «ګذارشاتو» توحید امر ، مالي او ادارو چارو امر ، تصنیف او بېلانس مدیر» د ازادې، رڼې او شفافې لیکنۍ او تقریري « انټرویو » ازموینې او پړاونو طی کولو وروسته وګمارل شول او په رسمي توګه یې خپلې دندې پیل کړې.
د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م ، ا، رتي شرکت د یوې شفافې ، رڼې ازموینې له لارې مالي او اداري چارو امر، د پلان او راپورونو (ګذارشاتو) د توحید امر، او د تصنیف او بېلانس مدیر بستونو ته وړ کسان ټاکلي دي د پاتې کسانو انټرویو به هم په لنډو ورځو کې واخستل شي.
د پلان او راپورونو «ګذرشاتو » توحید امر انجنیر محمد نظر تره کې د محمد حضرت زوی په هندوستان کې د کرنیز اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.
همدارازد مالي او اداري چارو امر سید طاهر هاشمي د ګلاجان هاشمي زوی او د تصنیف او بېلانس مدیر جمالالدین د فضل اکبر زوی دواړو د ننګرهارد اقتصاد پوهنځي څخه د لیسانس تر کچې زده کړې بشپړې کړې دي.
بریالي نوی امرین او مدیرد اداري چارو او عصري ټکنالوژۍ سره پوره بلدتیا لري.
نوي ګمارل شوي کارکوونکي د یاد شرکت د مالي او اداري چارو رئیس محمد اجان «راشد»، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمتالله «سالک»، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمتالله «معروف» ، د ریاست مقام دفتر امر قاري احسان الله ذهان ، خدماتو امر مولوي عبدالولي حقمل ، کارکوونکو چارو امر شفیع الله مدبر او نورو مسوولینوله لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شول او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې یاد شرکت خپل ۲۴ خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې د ACBAR ویبپاڼې، خپلو رسمي نشراتو او نورو لارو اعلان کړي وو. له دغو بستونو څخه ۱۲ ته لیکلې او ۱۰ کاندیدانو څخه لیکنۍ او تقریري (انټرویو) د ا،م ،ا، رتي شرکتونو لوی ریاست د استازي په شتون کې ازموینې په شفاف ډول ترسره شوې دي.
