د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ۴ خالي بستونو لپاره له ۵۱ وړ کسانو ازموینه واخېستل شوه

gharibmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۱۰
2

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ۴ خالي بستونو لپاره له ۵۱ وړ کسانو ازموینه واخېستل شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیزامارتيشرکت د خالي بستونو بشپړولو او کار اهل کارته سپارلو په موخه، څلورو (۴) بستونو کې د وړ مسلکي کسانو ګمارنې په موخه له ۵۱ حاضرو وړ کسانو لیکنۍ آزموینه واخېستله.

 

د ننګ هاروادي کرنیزامارتي شرکت اړوند یادو بستونو ته د لیکنۍ آزموینې لپاره د غورچاڼ شویو ۱۰۶کسانو له ډلې ۵۱ تنو ګډون کړی ؤ، چې د مرکې له پړاو وروسته به وړ کسان په دندو وګمارل شي.

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي ریاست او بشپړه رهبري تل هڅه کوي چې د آزادې سيالۍ له لارې وړ او مسلکي کسان په خالي بستونو کې په دندو وګماري.

باید وویل شي ننۍ لیکنۍ ازموینه د ا،م،ارتي شرکتونو لوی ریاست په استازولۍ د ننګرهار اوبو رسولو او فاضله اب رئیس مولوي یارمحمد «محمدي» ، ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت درېيو رئیسانو هر یو مالي او اداري چارو رئیس محمداجان «راشد» ، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیرحکمت الله «معروف » ، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمت الله «سالک» ، د کارکوونکو چارو امر شفیع الله «مدبر» او نورو عمومي مدیرانو په حضور او شتون کې واخستل شوه .

هېره دې نه وي چې د پاتې ۲۰ بستونو لپاره به هم په نږدې ورځو کې په نوبت سره ازموینه واخستل شي او له قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته به وړ کسان په دندو وګمارل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي .

BACK TO NEWS