د هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنه بریالۍ پایلې ورکړې .

د هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنه بریالۍ پایلې ورکړې .
ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د پالونیا ارزښتناکو بوټو د ودي او پراخ ترویج په موخه عملي او علمي ګامونه پورته کړي دي.
دغه شرکت د خپلو څلورو فارمونو په سطحه د کرل شوو پالونیا نیالګیو ښه وده ارزولې او پایلې یې د خوښۍ وړ بللې دي.
د لا زیاتو علمي او تخنیکي تجربو لپاره، د هډې فارم د ثمرخېلو قوریې په چوکاټ کې د پالونیا د ونو قلمې، چې د ریښو څخه اخیستل شوې وې، په امتحاني ډول په ۱۶ پلاستيکي کڅوړو کې کرل شوې دي.
دغه قلمې تر روزنې لاندې نیول شوې، او د ابتدایي پایلو له مخې د تجربې پایله مثبت ارزول شوې ده.
پالونیا د چټکې ودې، اقلیمي مطابقت، خاورې د ښه والي، او اقتصادي ارزښت له امله یو له هغو ونو څخه ګڼل کېږي چې د زرغونتیا، چاپېریالي توازن او پایدارې کرنې ، اقتصادي ودې لپاره مهم رول لوبولی شي.
ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت ژمن دی چې د پالونیا بوټو د لا زیات ترویج، تولید او کرنیزو ساحو ته د انتقال په برخه کې خپلې هڅې لا پراخې کړي، تر څو له دې ګټورو بوټو څخه زیاته استفاده وکړای شي.