څلورم فارم سپین خوړ درې کيلومتره ساحه له رسوبي موادو پاکېږي .

څلورم فارم سپین خوړ درې کيلومتره ساحه له رسوبي موادو پاکېږي .
داوبو لپاره منظم مسير «لار» ټاکل کېږي « د اوبو بهير يې لوړېږي » محافظوي پولې به يې ټينګي او تر ډېره بريده به ورسره کرنیزې ځمکې « ددغه ا شرکت او ولس » د اوبو له جدي ګواښه خوندي شي .
د ياد فارم سپين خوړ کې دغه چارې ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت پخپلو مصارفو ، ماشينريو ، وسايطو او فني کارکوونکو پواسطه ترسره کېږي او له نېکه مرغه کارونه يې منظم روان دي او په راتلونکو دوو مياشتوکې کې به بشپړ شي .
تېره ورځ ترې د څلورم فارم امر سېد عبدالله پاچا د میکانیزې لوی مدیریت د تخنیک مدیر عبدالله نعمت او نورو لېدنه وکړه.
ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت رهبري د خپلو ټولو فني او تخنیکي ټیمونو د هڅو قدرداني او ستاينه کوي او ژمن دی چې د کرنیزو ساحو د لا ښه خوندي کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي ، تر چې وطن مو د کرنيزو محصولاتو له اړخه لا غني ، عوايدو کچه مو لوړه او وطن مو ځان بساينې لور ته چټک ګامونه پورته کړي وي .