ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت // ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د زیتون باغونو پراختیا ته ځانګړې ژمنتیا لري .

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت // ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د زیتون باغونو پراختیا ته ځانګړې ژمنتیا لري .
د ننګرهار وادي کرنیزا شرکت اجراییوی رئیس سید محمد نعیم « محمدي » ، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله « معروف » ، د درېيم او څلورم فارمونو امرینو ، د بوټو ساتنې امر ، حفظ و مراقبت امر ، د یادو فارمونو زراعت مدیرانو او نورو تېره ورځ د درېيم فارم له یو شمېر زیتون باغونو څخه له نږدې لېدنه وکړه .
په دې مهال د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوی رئیس سید محمد نعیم « محمدي » او نورو مسوولینو وویل : "زموږ موخه داده چې د زیتونو باغونه لا پراخه کړو ، د تولید کچه يې لوړه کړو، د کیفیت لرونکي ، سوچه زیتون تېل تولید کړو او له دې لارې ددغه ا شرکت د عوایدو کچه لوړه کړو ، چې هم به بیت المال په لا غنی کې ونډه واخلو، په ورته وخت کې به هم بزګر، هم وطنوال له اقتصادي ستونزو خلاص شي او هم به ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د ځان بساینې پر لور لا چټک ګام پورته کړی وي .
دغو مشرانو دا هم وویل چې ، په دې برخه کې به نویو تخنیکي وسایلو او روزنیزو پروګرامونو ته هم لومړیتوب ورکړي.
د کرنې چارو کارپوهان ، دا ګام د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت او د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم بولي او هیله څرګندوي چې نور خصوصي شرکتونه دی هم ورته نوښتونه پیل کړي.
د یادونې ده چې ، ننګرهار وادي کرنېز ا شرکت (( ننګرهار کانال پروژه)) د هيواد د سترو زراعتي، اقتصادي او اجتماعي پروژو په ډله کې شمېرل کېږي ، ددغې سترې پروژې په جوړېدو سره هغه مهال په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکې زیتون باغونه جوړ شوي ، چې هر کال به ترې تازه زیتون او زیتون اچارو ترلاسه کېده ، له بده مرغه انقلابې ناسازه شرایطو د یادو زیتون باغونو نږدې ۱۳۸۰ هکتاره زیتون باغونه تخریب کړه اوس د ننګرهار کانال ا شرکت په شاوخوا ۱۸۰۰ هکتاره ځمکې زیتون باغونه پاتې دي .
له نېکه مرغه د زیتون باغونو د بیا احیا ، لا ودې او پراختیا لپاره چټک کارونه روان دي .