ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت ډېره لنډه پېژندنه .!

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت ډېره لنډه پېژندنه .!
ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت چې پخوا د «ننګرهار د ناوې پراختيا پروژه» په نوم يادېده، د هېواد په ختيځ زون کې يو ستر، زراعتي ، اقتصادي ، ټولنیز... دولتي شرکت دی.
دا شرکت د افغانستان په کچه په کرنې او اوبولګولو کې ځانګړی ارزښت او مهم رول لري.
د همدې سترې او ملي پروژې په برکت ننګرهار ولايت د «همېشه بهار» په نوم پېژندل کېږي، ځکه چې د کال په اوږدو کې يې شينوالي او زرغونتيا تلپاتې ده.
د اوبو لګولو له پلوه هم دغه زيرمه پروژه په ملي سطحه د اوبولګولو يوه له مهمو او حياتي پروژو څخه شمېرل کېږي.
د ننګرهار کانال تاريخچه
د ننګرهار کانال پروژه په ۱۳۴۲کال کې د کرنې اوبولګولومالدارۍ وزارت په مالي لګښت او د پخواني شوروي اتحاد په تخنيکي مرسته جوړه شوی چې د ۵۰ متر مکعبه په یوه ثانیه کې د اوبو ظرفیت لري
په همدې کال په ختيځ زون کې د اوبولګولو دغه ستر کانال د ګټې اخيستنې لپاره وسپارل شو.
د اوبو ددې کانال په جوړېدو سره په ختيځ زون کې يو ستر کرنيز بدلون رامنځته شو، چې د زرګونو جريبه ځمکو خړوبېدلو ته يې لاره هواره کړه او د سيمې کرنيزه او اقتصادي څېره يې بدله کړه.
د کانال سرچينه او تخنيکي ځانګړتياوې
د ننګرهار کانال سرچينه د درونټې بند زيرمه (کاسه) ده چې د کابل سيند په غېږ کې د ننګرهار او لغمان ولايتونو په ګډه پوله کې، په يوه لوړ او تنګ دره کې موقعيت لري.
دغه زيرمه (کاسه) دوه څلویښت عشاریه پنځه ميليونه متر مکعب د اوبو زېرمه کولو ظرفيت درلوده .
د بند ساختمان په بشپړه توګه له خاورو جوړ شوی چې له انجنيرۍ پلوه يو خاورين بند بلل کېږي. د بند لوړوالی له ځمکې څخه ۲۲ متره او د سمندر له سطحې څخه يې لوړوالی ۵۸۰ متره دی.
دا ټولې ځانګړتياوې د دې سبب شوې چې د ننګرهار وادي کرنيزا شرکت او د هغې ستره پروژه «ننګرهار کانال» د هېواد په کچه د کرنې، اوبولګولو، اقتصادي ودې او د ټولنيز ثبات لپاره يوه بې ساري او حياتي پروژه وبلل شي.
#مطبوعات .