ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د کرنيزو شرکتونو په همکارۍ او مټ د اوږدې مودې راهيسې له کرکيلې پاتې ، شاړې، سنګزارې او مخروبه ځمکې په مالټه باغونو بدلوي.

gharibmal_admin
Wed, Apr 16 2025 10:15 AM
3

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د کرنيزو شرکتونو په همکارۍ او مټ د اوږدې مودې راهيسې له کرکيلې پاتې ، شاړې، سنګزارې او مخروبه ځمکې په مالټه باغونو بدلوي.

خوندور  خبر دادی چې ..!!

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د يو خصوصي کرنيز او مالدارۍ خدمتونو شرکت «تراب ستانکزي زراعتي او مالدارۍ شرکت» په همکارۍ، د دوهم فارم دوهم بلاک لومړۍ نمبر ځمکې ۴۸ جريبه چې د‌  اوږدې مودې راهيسې شاړه، سنګزاره او له کرکېلې پاتې وه

اوس د پراخو هڅو وروسته کرکېلې ته چمتو شوې  او له نېکه مرغه مالټه باغ پرې جوړېږي.

د ننګرهار کانال ا شرکت د املاکو امريت د معلوماتو په اساس پر دغې ځمکې کلونه‌ ، کلونه کرنه نه وه شوی او له سختو تیږو ډکه وه.

د ياد خصوصي شرکت  مسوولين وايي ، دغه ځمکه مالټه باغ ته چمتو کولو په موخه مو زراعتي خاوره ورته له بله ځایه راوړه‌، تېږې مو ترې راټولې کړی ، ځمکه مو هواره او اصلاح کړه او اوس پرې مالټه باغ جوړو.

د کرنيزو او اقتصادي چارو کارپوهانو په آند ، دا‌‌ ډول باغونه نه یوازې اقتصادي ارزښت لري ، د بې روزګارۍ په راکمولو ، هېوادوالو ته کاري زميني برابرولو کې مهمه ونډه لري ، بلکې د سیمې د زرغونتیا او چاپېریال ساتنې لپاره هم مهم رول لوبوي ورسره سم د کروندګرو لپاره يو ښه پېل دی او له بل اړخه د تازه مېوو بازار ته به هم نوې وده ورکړي .

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS