د ۱۴۰۵ هـ.ش کال تولید شوي ۷۷٬۵۵۵.۹۳ منه غنم په ازاده ، رڼې او شفافې مزایده کې وپلورل شول
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال تولید شوي ۷۷٬۵۵۵.۹۳ منه غنم په ازاده ، رڼې او شفافې مزایده کې وپلورل شول
د ا.م.ا.رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا.م.ا.رتي شرکت د ۱۴۰۵ هـ.ش کال تولید شوي شاوخوا ۷۷٬۵۵۵.۹۳ منه غنم د ازادې مزایدې له لارې، په هر من ۱۹۰ افغانۍ وپلورل.
د غنمو د پلور دغه مزایده د فروشاتو امر مولوي حضرت محمد، املاکو امر محمد کامران ترهکي، پلان امر انجنير محمد نظر تره کې ، د داخلي پلټنې لوی مدیر امیرشاه زهیر، د بازارموندنې لوی مدیر انجنیر عزتالله میاخېل، د فروشاتو لوی مدیر امیرالله او یو شمېر نورو مسؤلینو په حضور کې ترسره شوه.
په یاده مزایده کې څلورو تنو ګډون کړی و، چې په پایله کې رغبتالله د تر ټولو لوړې داوطلبۍ په وړاندې کولو سره د مزایدې ګټونکی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده، چې د غنمو د پلور ياده پروسه د اړوندو اصولو او مقرراتو له مخې په شفاف ډول ترسره شوه.
