د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

gharibmal_admin
Sat, Mar 22 2025 12:05 PM
۱۲۳

په دی اړه مراسم  تېره  چهارشنبه د روژې میاشتې په ۱۹مه سهارد ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د غونډو په تالار کې نېول شوی و .

په دې مراسمو کې د « بټي کوټ ، شینوارو ، غني خېل ، سره رود ، بهسود او هډې اخندازه » قومي شوراګانو مسوولینو او استازو ، قومي مشرانو ، سپین ږیرو ، مخورو ، ّځوانانو ، د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اړونده رئیس صاحبانو ، مامورینو او ګڼ شمېر نورو مهمو شخصیتونو ګډون کړی و.

 د غونډې موخه د اوبو د عادلانه وېش او ساتنې په برخه کې د ترسره شوو هڅو ستاینه او د دې پروسې د لا ښه والي لپاره د همکارۍ ټینګول و.

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرایوی رئیس سید محمد نعیم « محمدي »  او د اوبولګونې د تخنیکي ساتنې او څارنې امرانجنیر ګل احمد « چوپان » او ددغه امریت یو تن مسلکي او فعال انجنیرظریف د خپلو هڅو له امله وستایل شول .

د قومي شوراګانو په استازولۍ « حاجي ملک چکن ، حاجي خیال محمد ، حاجي ملک راز محمد ، حاجي ملک عصمت الله ، حاجي محمد وارث » خبرې وکړې او همدارنګه د ځوانانو په استازولۍ حاجي صبغت او عالم ګیر د دې پروسې د بریالیتوب لپاره د ټولو اړوندو ادارو همکارۍ او ملاتړ ته په ټینګار سره وویل چې د اوبو عادلانه او د ټاکلي مهال سره وېش د کرنیز سیستم ودې او ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره حیاتي اهمیت لري.

په پای کې د یادو ولسوالیو مشرانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرایوی رئیس ، اوبولګونی تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت انجنیر ته ستاینلیکونه او لونګي ور په سر کړای شوی، او ددې پروسې د دوامدارۍ او پراختیا لپاره خپلې ژمنې تکرار کړي.

د یادونې ده چې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د اوبو عمومي کانال يې د 50m3/sec ظرفيت لري چې31,000  هکتاره ځمکي خړوبولو وړتیا لري ، همدارنګه ۳۱ د اوبو لوی ویالی ، ۷ د اوبو وړی ویالې لري او نږدې اوه ولسواليو کي پروت دي

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS