د ننګرهار ولایت مرستيال والي د مالدارۍ له فارم ليدنه وکړه.

gharibmal_admin
Thu, Aug 28 2025 12:33 PM
22

د ننګرهار ولایت مرستيال والي د مالدارۍ له فارم ليدنه وکړه.

د ننګرهاروادي کرنیز ا شرکت د مالدارۍ له فارم څخه تېرمازدیګر ناوخته د ننګرهار ولایت مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی، چې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجرائیوې رئيس سيد محمد نعيم« محمدي » او يو شمېر نورو مسئولينو يې ملتيا کوله له یاد فارم څخه ليدنه وکړه.

د ولایت مرستيال د مالدارۍ فارم د وضعيت ارزونه وکړه، د کانال مسئولينو د هڅو ستاينه يې وکړه او د دې فارم په پراختيا کې يې لازمې سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار وادې کرنيزا شرکت اجرائیوی رئيس وويل، چې دغه فارم په شاوخوا ۱۷ جريبه ځمکه هډې فارم کې جوړ شوی، اوسمهال په کې ۲۷۲ سره غواګانې او خوسکيان شتون لري، ددغه فارم له شته غواګانو څخه د ورځې شاوخوا ۳۵۰ لېتره شيدې ترلاسه کېږي .

نوموړي وويل، چې د مالدارۍ فارم څخه هرکال لسګونه سره مالونه د ازادۍ بولۍ په ترڅ کې پلورل کيږي او ډاډ يې وښوده چې په پراخولو کې به لازمې هڅې ترسره کړي.

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS