د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت له لوري د څاګې په سیمه کې د شاوخوا ۴۵۰ مترو محافظوي پولو د جوړولو چارې روانې دي.

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت له لوري د څاګې په سیمه کې د شاوخوا ۴۵۰ مترو محافظوي پولو د جوړولو چارې روانې دي.
د ننګرهار وادي کرنیزا شرکت د ۳۱ او ۳۰ ویالو د څاګې په سیمه کې د شاوخوا ۴۵۰ مترو په اوږدو کې د محافظوي پولو د جوړولو او تړلو چارې پيل کړي دي، چې موخه یې د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او شته کروندود سېلابونو او د اوبو د زیاتوالي له خطره خوندي ساتل دي.
د یادو چارو په لړ کې یوه محافظوي پوله د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۳ مترو پلن والي سره نږدې بشپړیدو ته رسېدلې ده، او بله محافظوي پوله چې شاوخوا ۳۵۰ متره اوږدوالی او شاوخوا ۴ متره لوړوالی لري، په نږدې ورځو کې به یې عملي کارونه پیل شي.
مسوولین وایي، د شرکت په امکاناتو، عصري ماشینرۍ او مسلکي فني ټیم په مټ دغه رغنیزې چارې پرمخ وړل کېږي، او له دې سره به د کرنیزو فارمونو، دولتي ملکیتونو او د سیمې د اوسېدونکو شتمنۍ له طبیعي پېښو او سېلابونو څخه خوندي پاتې شي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، شاوخوا دوه لسیزې وروسته لومړی ځل دی چې په دې سیمه کې د دې کچې محافظتي رغونې چارې ترسره کېږي، چې د خلکو لپاره د امنیت او باور فضا رامنځته کوي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ژمنه کړې چې په خپلو ټولو فارمونو کې به د کرنیزو ځمکو، دولتي شتمنیو او د خلکو د ملکیتونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې نور هم ګړندۍ او پیاوړې کړي.