د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

gharibmal_admin
Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
11

اعلان

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

 موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

د دې ریاست اړوند کرنیزې، مالدارۍ او تجارتي ځمکې چې حقیقي او حکمي اشخاصو ته په قرارداد ورکړل شوې دي، له بده مرغه ځینې قراردادیان له ۱۳۸۶هـ ش کال څخه تر ننه پورې خپل باقیات نه دي تصفیه کړي.

سره له دې چې څو ځلې د باقیاتو د ترلاسه کولو لپاره بیلابیلې لارې کارول شوې، خو مؤثره پایله یې نه ده ورکړې.

د ننګرهار ولایت د امنیتي او تصفیوي محترم کمیسیون د (۲۱) مجلس (( ۱۴۴۷/۰۲/۱۸ نېټې مجلس)) پریکړې پر اساس ټولو باقیدارانو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی، تر څو خپل ټول مالی او قراردادي باقیات په بشپړ ډول تصفیه کړي.

وروسته له ټاکلي مودې به د اجارې د اصولو او نافذه قوانینو له مخې د متخلفینو پر وړاندې سخت قانوني اقدامات او چلند تر سره کېږي ، بیا به هېڅ ډول عذر د منلو وړ نه وي.

له همدې امله د کرنیزو، مالدارۍ، تجارتي انفرادي اشخاصو، هټیوالو، د تېلو پمپونو خاوندانو او نورو ټولو باقیدارانو نه غوښتنه کېږي چې ژر تر ژره د املاکو آمریت ته مراجعه او خپل باقیات تصفیه کړي.

همدارنګه له د ننګرهار ولایت د امني محترم قوماندانۍ او اړوندو ارګانونو نه هیله کېږي، چې د پاتې عوایدو په راټولولو کې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS