د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

gharibmal_admin
Wed, Apr 09 2025 4:39 PM
2

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ننګرهار وادي کرنیزا شرکت او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو.

 دا هوکړه‌ لیک، چې پنځه کلنه موده لري، د دواړو ادارو ترمنځ د متقابل تفاهم، ګډو فعالیتونو ، څېړنې ، علمي برنامو، ظرفیت لوړونې ، روزنیزو پروګرامونو ، ځېړنیزو برنامو او پرمختیایي همکاریو په موخه  چې د  دواړو اړخونو مکلفیتونه او مسؤلیتونه په کې واضح ډول ټاکل شوي د اجرا وړ ده .

هوکړه ‌لیک د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت  اجرائیوي رئیس ښاغلي سید محمد نعیم محمدي او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوي دکتور رفیع الله «عطا» له‌خوا لاسلیک شو.

 په همدې پار په دی مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اړونده رئیس صاحبانو ، امرینو ، عمومي مدیرانو او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون درنو استادانو او مسؤولینو هم حضور درلود.

د دې هوکړه‌ لیک له مخې، دواړه ادارې به په علمي، څېړنیزې ، تحقیقي، تخنیکي او عملي برخو کې یو له بله ملاتړ کوي، تر څو د کرنې، زده ‌کړې او نوښت لپاره لا زیاتې زمینې برابرې شي.

د یادونې وړ ده چې د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، مشران د پلان او تحقیقاتو امریت د تحقیقاتو او لابراتوار عمومي مدیریت د هډې فارم تحقییقاتو مدیریت له لوري «« په ننګرهار ولایت کې د زیتون په وده ، حاصلاتو او کیفیت باندې د ترسره شوی څېړنې »» د ارزونې او لیدنې په موخه د هډې فارم درېيم بلاک زیتون باغ ته او د مالدارۍ فارم امریت ته  هم ولاړل.

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت په دی باور دی چې دا همکاري به د زده کړې، څېړنې ، تحقیق او خدمت نوې لارې پرانیزي.

#ننګرهار_کانال #افغان_نړیوال_اسلامي پوهنتون #همکاري #څېړنه او تحقیق #پرمختګ .

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS