د درېيم فارم اړوند له ۲۱ ویالې څخه تر ۲۵ ویالې پورې پنځه کیلومتره په اندازه د لوی نهر د پاکولو چارې روانې دي

gharibmal_admin
Mon, Apr 21 2025 4:43 PM
9

د درېيم فارم اړوند له ۲۱ ویالې څخه تر ۲۵ ویالې پورې  پنځه کیلومتره په اندازه د لوی نهر د پاکولو چارې روانې دي

دننګرهار وادي کرنیز ا شرکت  د درېيم فارم اړوند د اوبو د عمومي کانال له ۲۱مې ویالې څخه تر ۲۵مې ویالې پورې د شاوخوا ۵ کیلومتره په اوږدوالي د لوی نهر د پاکولو چارې پیل شوې دي.

د‌ لوی نهر د پاککارۍ دغه چارې د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د ماشینریو، او لسو خصوصي کرنیزو شرکتونو د ماشین آلاتو په وسیله او د یادو خصوصي کرنیزو شرکتونو په شاوخوا یو میلیون افغانیو لګښت ترسره کیږي، او تمه ده چې د پاککارۍ دغه چارې به په راتلونکو لسو ورځو کې بشپړې شي.

نن د اوبو د لوی نهر د پآککارۍ له  دغو چارو څخه د لیدنې په موخه د ننګرهار کانال اجرایيوي رئیس سېد محمد نعیم «محمدي» ، د کرنیزو چارو رئیس انجنیر حکمت الله « معروف »، د درېيم او څلورم فارمونو امرینو ، حفظ و مراقبت امر ، د زراعت مدیرانو، بلاکونو مدیران ، د خصوصي کرنیزو شرکتونو استازو او نورو مسئولینو ساحې ته ورغلي وو.

باید وویل شي چې د اوبو د لوی نهر دغه ساحه شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې وروستی ځل پاکه شوې وه.

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د اوبو د لوی نهر پاکول به د اوبو جریان ته اسانتیا، د کرنیزو ځمکو خړوبولو ته پراختیا، او د چاپېریال پاکوالي ته زیات ارزښت او مهمه ونډه ولري.

یادې چارې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د ظرفیت لوړولو، د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي او د کرنیزو خدمتونو د ښه والي په هدف ترسره کېږي.

بايد وويل شي د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د‌اوبو لوی نهر ۷۱ کيلومتره په اوږدوالي «« ډرونټې له برېښنا بند څخه پېل او آن تر غني خېلو ولسواليو تر اخرني ساحې پورې غزېدلې  دی ، د ۵۰ متر مکعبه په يوه ثانيه کې ظرفيت لري چې شاوخوا ۳۱ زره هکتاره ځمکې د خړوب وړتيا لري»» .

همداراز په درېيم فارم کې ټولټال شاوخوا ۵۳ خصوصي کرنیز شرکتونه په فعالیتونو بوخت دي .

 ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت له ټولو قراردادي خصوصي زراعتي شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د د اوبو د لوی نهر په پاککارۍ کې ورسره لازمه همکاري وکړي ، تر څو د اوبو طبيعي جريان بېرته احيا شي ورسره به کرنيز محصولات او توليدات نور هم لوړ شي .

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS