د خرما باغ سږنی حاصل به د تېر کال په پرتله د پام وړ زيات وي .
د خرما باغ سږنی حاصل به د تېر کال په پرتله د پام وړ زيات وي .
که د الله تعالی په فضل کوم طبيعي آفت او يا ناڅاپي پېښه رامنځته نه شي، نو تمه ده چې د هډې فارم د دوهم بلاک د خرما باغ سږنی حاصل به د تېر کال په پرتله د پام وړ زيات او غوره وي.
د کال له پيل راهيسې په ياد خرما باغونو کې ټولې اړينې اګروتخنيکي چارې او د پالنې فعاليتونه پر خپل وخت او د مسلکي اصولو له مخې ترسره شوي دي ، د همدې هڅو په پايله کې، د خرما ونې له حاصل څخه ښې ډکې دي او د بډاي حاصل ښه زېرى ورکوي.
