د تېرې ورځې اورښتونو ، سېلابونو او زياتو اوبو راوتو له امله د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت ځينې ساحې سختې زيانمنې شوی او ياد ا شرکت ته يې ستر مالي زيانونه اړولې.

د تېرې ورځې اورښتونو ، سېلابونو او زياتو اوبو راوتو له امله د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت ځينې ساحې سختې زيانمنې شوی او ياد ا شرکت ته يې ستر مالي زيانونه اړولې.
په دې لړ کې د «۲۳ ويالې جنوب» سيمه کې شاوخوا ۷۰ متره په اوږدوالي محافظوي پوله بشپړه له منځه تللې ده.
همدارنګه، نږدې يو کيلومتر په اندازه د لوی نهر غاړې سختې تخريب شوې دي.
«« دا سيمه چې د «معروف چېنې د بارو ساحې» په نوم ياديږي، د مامند دخوړ اوبو د عمومي خوړ نه د جدا کېدو په ساحه کې موقعيت لري ، د سېچو د ډاګ د شيلو اوبه هم په همدې ځای کې ورسره يو ځای کېږي ، نو کله چې د اوبو کچه لوړه شي د تخريب کچه ورسره نوره هم زياتېږي»»
له همدې امله په ياده سيمه کې د محافظتي پوشتو له وړلو سره سره، د زرګونه جريبه زراعتي ځمکو د تخريب او وړلو جدي اندېښنه هم شته.
ياده محافظوي پوشته چې څو کاله وړاندې جوړه شوې وه، د پرلپسې سېلابونو او اوبو له امله زياته زيانمنه شوې وه. خو اوس د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د خپلو امکاناتو، ماشينريو او فني ټيم په مټ يې بيا له سره تړي او ترميموي يې ، چې له برکته به يې سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې له ستر ګواښ څخه وژغورل شي.
تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت اجرائيوي رئيس ښاغلي سېد محمد نعيم «محمدي» د اوبو لګولو تخنيکي ساتنې او څارنې امر، درېيم فارم امر ، املاکو سرپرست امر ، لويو مديرانو او فني کارکوونکو په ملګرتيا د يادو ترميمي چارو له ساحې ليدنه وکړه.
دغه چارې د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت له بوديجې او امکاناتو څخه په ګټه اخيستنې روانې دي او تمه ده چې په نږدې ورځو کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
د دغو ټولو چارو بشپړ مالي لګښت به د کارونو تر ختمېدو وروسته په دقيق ډول څرګند شي.
له بلې خوا، په درېيم فارم شپږم بلاک (۲۴ ويالې) سيمه کې شاوخوا ۲ کيلومتره په اوږدوالي د سړک د تخريب او وړلو ستر ګواښ هم موجود دی ، که چېرې په راتلونکي کې بيا ورته سېلابونه او زياتې اوبه راغلې، نو د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت دولتي ځمکې او د شاوخوا اهاليو زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.
د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت ژمن دی چې د خپلو کرنيزو ځمکو، دولتي ملکيتونو او ياد ا شرکت سره د کرنيزو شرکتونو ، اهاليو د ملکيتونو د خوندي ساتلو په موخه خپلې هلې ځلې لا پياوړې او ګړندۍکړي.
# مطبوعات.