د باقیدارانو لپاره مهم اعلان .

gharibmal_admin
۴

Publish Date

Closing Date

د باقیدارانو لپاره مهم اعلان .

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت له ملکيتونو څخه د استفاده کوونکي هټیوال، قراردادیان او نور باقیداران دې خبر وي ، ۱۵ ورځې وخت لرئ .!

د ننګرهار وادي کرنیزا شرکت ملکیتونه چې له درونټې بازار څخه تر مار کوه بازار، غني‌خېلو ولسوالۍ، مومندره ولسوالۍ، کابل او طورخم هډو، ننگرهار مارکېټ، تجارتي قراردادونو، تېلو پمپونو او نورو پراخو ساحو ته غزېدلي دي، ټول هغه اشخاص، شرکتونه او هټیوال چې د شرکت له ملکيتونو څخه استفاده کوي، مکلف دي خپل پاتې عواید د ۱۴۴۶ هـ ق کال (مطابق ۱۴۰۴ هـ ش) او تېرو کلونو پورې، د یاد اعلان د نشر له نېټې څخه تر راتلونکو «۱۵» ورځو پورې د شرکت اړوند مدیریت ته تحویل کړي.

که چیرې باقیداران تر ټاکل شوې مودې خپل باقيات تحویل نه کړي، د ځانګړي هیئت په حضور کې به د هغوی ټول فعالیتونه مهر او لاک شي، د قراردادونو اعتبار به لغوه شي، او له دې وروسته به هېڅ ډول شکایت او عذر د منلو وړ نه وي.

هیله:

له ټولو درنو متشبثینو، قراردادیانو، هټیوالو او استفادې کوونکو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې د قانون د تطبیق، شفاف حساب ورکونې او د شرکت د عوایدو د خوندیتوب په موخه، خپل باقیات پر وخت تحویل او ترسره کړئ.

د خپل ملي مسؤولیت، قانوني مکلفیت او شفاف حساب ورکونې په خاطرخپل باقیات ژر تر ژره تحویل ته اقدام وکړئ.

More tenders

Back to tenders