دکرنيزو او تخنيکي چارو د لا ودې او پرمختګ په موخه کاري غونډه ترسره شوه .

gharibmal_admin
Wed, Apr 09 2025 11:00 AM
99

دکرنيزو او تخنيکي چارو د لا ودې او پرمختګ په موخه کاري غونډه ترسره شوه .

د کرنيزو او تخنیکي چارو رئیس انجینر حکمت الله «معروف» د څلور ګوني فارمونو د امرینو او عمومي مدیرانو سره خپله لومړنۍ کاري ناسته وکړه.

په دې مجلس کې د وطن او په ځانګړې توګه د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د پرمختګ لپاره د کار کولو پر اړتیا ټینګار وشو.

 ښاغلي معروف ، د پلان جوړونې، د فعالیتونو د منظمې پرمخ بېولو، د کاغذي کارونو د کمښت، سلسله مراتب مراعاتولو، د موجوده ستونزو د حل لارې موندلو او د لا اغېزناکو چارو پر لور د حرکت کولو په اړه مفصلې خبرې وکړی.

په ناسته کې د مجلس ټولو برخه والو په نوبت سره خبرې وکړی ، په کاري برخې کې يې ځينې ستونزې د کرنيزو چارو له رئيس سره شريکې کړی ، او د موثره خدمت ډاډ يې ورکړ ، او په راتلونکي کې ګامونه وټاکل شول .

بايد وويل شي چې شاوخوا پنځه لس ورځې وړاندې د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د کرنيزو چارو د رئيس په توګه ښاغلی انجنیر حکمت الله « معروف » ياده دنده پېل کړه .

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS