درېیم فارم کې کښت شوي غنم ښې ودې ته رسېدلي .

gharibmal_admin
Tue, Apr 22 2025 2:57 PM
۳

درېیم فارم کې کښت شوي غنم ښې ودې ته رسېدلي .

ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت څلور ګونو فارمونو کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي هیله .

دننګرهار وادي کرنيز شرکت په څلور ګونو فارمونو کې په تېر ۱۴۰۳ کال چې رفع حاصل يې په روان ۱۴۰۴ کې ترلاسه کېږي په څه د پاسه ۱۵۰۰ جريبه ځمکې غنم کښت شوي .

همدا رنګه ياد ا شرکت د درېیم فارم په ۲۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه کې د غنمو کرنه کړې چې سږکال له دې کرنې څخه د لوړو حاصلاتو تمه کېږي.

ددغه‌ ا شرکت اجراييوي رئيس سېد محمد نعيم «محمدي» تېره ورځ د یاد فارم د غنمو له کښت څخه لیدنه وکړه او د غنمو د ودې بهیر یې له نږدې وکوت «« غنم کابو پاخه دي ، لو ته نږدې دي »»

د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت مسوولین وايي، کرل شوي غنم ښې ودې ته رسېدلي او د اقليمي شرایطو او وخت پر مهال کرنې ته په کتو سره سږنی حاصل به د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ولري « که کوم طبيعي افت نه و » ان شالله په لنډو ورځو کې به د غنمو لوونه هم پېل شي .

دوي زياتوي، د غنمو د کښت دا بهیر د سیمې کرنیزې پراختیا لپاره یو مهم ګام دی، او هيله لري چې‌ د غنمو کښت به د‌ وطنوالو د غنمو اړتيا تر ډېره بريده پوره کړي.

Latest news

Thu, Aug 28 2025 12:35 PM
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت خبرتیا!

موضوع: د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د خالص ملكيتونو د باقیدارانو څخه د باقیاتو د تحویلی په هکله.

BACK TO NEWS