د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې نوی رئیس پر خپلې دندې پیل وکړ
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې نوی رئیس پر خپلې دندې پیل وکړ
د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې نوی رئیس مولوي نعمت الله «سالک» نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د شرکت کارکوونکو ته ورمعرفي او پر خپلې دندې یې رسمي پیل وکړ.
یاده غونډه د دغه ا شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه چې پکې د ننګرهار ولایت مقام د ټولنیزو او کلتوري چارو کارپوه مولوي سمیع الله «سمون»، د شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي، درې ګونو ریاستونو ریسانو، فارمونو امرین، لوی مدیران او ګڼ شمېر نور مسوولینوحاضر وو.
په پیل کې مولوي سمیع الله «سمون» د تقرر حکم متن ولوست. په حکم کې ویل شوي وو چې د ا شرکتونو لوی ریاست د رهبرۍ د لزوم دید له مخې، د ا شرکتونو د چارو د لا ښه سمون په موخه، د ریاست الوزرا د ډېر معزز مقام د ۵/۵/۱۴۴۷ نېټې ۳۰۳۰ ګڼه حکم له مخې د ا شرکتونو په تشکیلاتو کې یو لړ ټاکنې منظور کړي دي، په ترڅ کې يې د سوداګرۍ او بازارموندنې پخوانی رئیس انجنیر ندي الله نیازی د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ا شرکت د تخنیکي چارو د رئیس په توګه ګومارل شوی او پر ځای یې مولوي نعمت الله «سالک» د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې د چارو نوی رئیس ټاکل شوی دی.
ورپسې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي د پخواني رئیس انجنیر ندي الله نیازی د کړنو ستاینه او مننه وکړه، او د نوي رئیس لپاره یې د ټولو چارو په سمون او پرمختګ کې د بریاوو هیله څرګنده کړه.
دغه راز پخواني رئیس انجنیر ندي الله نیازی د شرکت له رهبرۍ څخه د ملاتړ مننه وکړه او د سوداګرۍ او بازارموندنې ریاست له کارکوونکو یې غوښتنه وکړه چې د نوي رئیس سره هم په اخلاص، همکارۍ او غوره فعالیت دوام ورکړي.
په پای کې د سوداګرۍ او بازارموندنې نوي رئیس مولوي نعمت الله «سالک» د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه او د زیاتې هڅې، اغېزمنو خدمتونو او لا ګړندیو فعالیتونو ډاډ یې ورکړ.
