د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت مسؤولينو د افغانستان کرنې او مالدارۍ لومړني نړيوال نندارتون کې د شرکت د توليداتو او صنعتي غرفو څخه ليدنه وکړه .
د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت مسؤولينو د افغانستان کرنې او مالدارۍ لومړني نړيوال نندارتون کې د شرکت د توليداتو او صنعتي غرفو څخه ليدنه وکړه .
د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رئيس، محترم مولوي نعمت الله سالک، مالي او اداري چارو رئيس، محترم محمد اجان راشد ورسره مل د ګمرکاتو د تعرفې رئيس محترم عبدالرحمن وقاد او نورو د افغانستان کرنې او مالدارۍ لومړني نړيوال نندارتون په ترڅ کې د شرکت د توليداتو له غرفې او د هېواد د بېلابېلو صنعتکارانو او کورنيو توليداتو له غرفو څخه له نږدې ليدنه وکړه.
د دغې ليدنې پر مهال مسؤولينو د نندارتون له ګډونوالو، صنعتکارانو او توليدوونکو سره خبرې وکړې، د کورنيو توليداتو د بازارموندنې، د کيفيت د لوړوالي او د اقتصادي ودې په برخه کې يې د ورته نندارتونونو ارزښت مهم وباله.
نندارتون به د راتلونکي یکشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
ځای: د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز – کابل، د حضوري چمن ترڅنګ
غرفه : ۵۲مه، کندهار صالون.
