د شینوارو ، مومندو ، بهسود، سره رود،لسو ولسوالیو ولسونو د اوبو د عادلانه وېش ، کرنې پراختيا، سرسبزۍ په برخه کې د پراخو هڅو له امله د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس وستایه
د شینوارو ، مومندو ، بهسود، سره رود،لسو ولسوالیو ولسونو د اوبو د عادلانه وېش ، کرنې پراختيا، سرسبزۍ په برخه کې د پراخو هڅو له امله د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس وستایه
د شینوارو ،مومندو سره رود،ربهسود اومې ناحيي د لسو ولسوالیو ولسونو، قومي مشرانو، سپینږیرو، مخورو او قومي شوراګانو د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی رياست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي، د اوبو د منظم او عادلانه وېش، د شاړو ځمکو د سرسبزۍ او د کرنې د پراختیا په برخه کې د ترسره شوو هڅو له امله په ستاینلیک او لونګي وستايه.
د دې په موخه جوړو شوو مراسمو کې د شینوارو لویې ولسوالۍ، بټي کوټ، شینوارو، غنيخېل، مومندرې، سرهرود، بهسود او اوومې ناحیې قومي مشرانو، سپینږیرو، مخورو، د ولسوالۍ استازي، د کرنیزو شرکتونو اتحاديې رئيس او غړو، ځوانانو، د قومي شوراګانو مسؤلینو او د ياد ا،م،ارتي شرکت یو شمېر مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ا،رتي شرکت مالي او اداري چارو رئیس محمد اجان راشد، د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمتالله سالک، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمتالله معروف، د دفتر آمر قاري احسانالله ذهان، د اوبو لګولو، تخنیکي ساتنې او څارنې آمر انجنیر محمد صادق زهیر، د دوهم فارم آمر قاري حمدالله اجمل، د څلورم فارم آمر مولوي عبدالله پاچا، د هډې فارم آمر مولوي عبدالولي حقمل او ګڼو نورو مسؤلینو او مخورو ګډون کړی و.
د غونډې موخه د اوبو د عادلانه وېش او ساتنې په برخه کې د ترسره شوو هڅو ستاینه، د اوبو د وېش د بهیر د لا ښه تنظیم او د ولسونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا وه.
د شینوارو د لویې ولسوالۍ په استازولۍ حاجي ملک چکن، د مومندو قوم په استازولۍ قومي مشر شیخ صاحب میرزا، د سرهرود، بهسود او اوومې ناحیې په استازولۍ ملک ادیب نسیمي، د شینوارو ولسوالۍ د ولسوال په استازولۍ رحمتالله اخندزاده، مفتي زینتالله او قاري حکمتالله خبرې وکړې.
دوی د اوبو د منظم او عادلانه وېش، د شاړو ځمکو د سرسبزۍ او د ټاکلي مهالوېش له مخې د اوبو د وېش له امله د ياد ا شرکت له اجرائیوي رئیس سېد محمد نعيم محمدي څخه مننه وکړه او له دولت، نظام او یاد شرکت سره یې د همکارۍ او ګډ کار ډاډ ورکړ.
قومي مشرانو وویل، د اوبو عادلانه وېش او د ټاکلي مهالوېش مراعاتول د کرنیز نظام د پیاوړتیا، د ولسونو د اقتصادي پرمختګ او هوساینې لپاره حیاتي ارزښت لري.
ورپسې د ياد ا،م،ر،تي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس مولوي نعمتالله سالک د یادو ولسوالیو له قومي مشرانو، مخورو، سپینږیرو، ځوانانو، د ولسوالیو له استازو او د کرنیزو شرکتونو له مسؤلینو څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه.
نوموړي وویل: «موږ تل د خپل ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره کار کړی، دا زموږ دنده ده او دوام به ورکړو. تر هغه چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اوبو په کاسه کې اوبه ولري، هڅه به کوو چې د ټاکلي مهالوېش له مخې یې د عدل او انصاف پر بنسټ ووېشو.»
سالک زیاته کړه، که د اوبو د وېش په بهیر کې کله ناکله کوچنۍ ستونزې رامنځته کېږي، له ولسونو یې غوښتنه دا ده چې په ګډه د دغو ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې ولټوي.
په پای کې د یادو ولسوالیو قومي مشرانو او استازو د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي ته د اوبو د عادلانه وېش او د کرنې د پراختیا په برخه کې د هڅو له امله ستاینلیک ورکړ او لونګی یې ورپه سر کړ.
دوی د اوبو د عادلانه وېش د بهیر د دوام، لا ښه والي او پراختیا په برخه کې خپله همکاري او ژمنتیا هم یو ځل بیا څرګنده کړه.
