که کوم طبعي افت نه و نو سږکال به د زیتون پرېمانه حاصلات ولرو .

gharibmal_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۱۴
۱

که کوم طبعي افت نه و نو سږکال به د زیتون پرېمانه حاصلات ولرو .

کرنه یوازې د خوړو د تولید وسیله نه ده، بلکې د اقتصادي ودې، د چاپېریال د زرغونتیا او د ټولنې د هوساینې بنسټ هم ګڼل کېږي. هر هغه مثبت بدلون چې په کرنیز سکټور کې رامنځته کېږي، د خلکو پر ژوند، اقتصاد او راتلونکي مستقیم او دوامدار اغېز لري.

دا،م،ا،رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ننګرهار وادي کرنیز ا،م،ارتي شرکت د بشپړې رهبرۍ د دوامدارې پاملرنې، اغېزمن مدیریت او پر وخت کرنیزو خدمتونو په پایله کې، د زیتون باغونه سږکال د پام وړ حاصلاتو ته چمتو ښکاري.

همدا اوس د زیتون ونې له ډېرو او باکیفیته مېوو ډکې دي او که د الله تعالی په فضل کوم طبیعي افت رامنځته نه شي، نو تمه ده چې سږکال به د زیتون حاصل د تېرو کلونو په پرتله ډېراوغوره وي.

د زیتون د حاصلاتو زیاتوالی نه یوازې د کرنیز تولید د ودې نښه ده، بلکې د زیتون د غوړو او اچارو د تولید د زیاتوالي، د کورنیو اړتیاوو د پوره کېدو او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره هم یو مهم ګام بلل کېږي.

موږ باور لرو چې شنه او پرمختللې کرنه د سوکاله ژوند، پیاوړي اقتصاد او زرغون وطن تضمین دی.

راځئ چې د کرنې د ودې، د طبیعي شتمنیو د ساتنې او د ملي تولیداتو د پیاوړتیا لپاره خپلې ګډې هڅې لا پسې پراخې کړو.

شنه کرنه، بډایه حاصلات، سوکاله ژوند او زرغون وطن زموږ ګډه هیله ده.

# انځورونه خبرې کوي .

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS