د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت مسؤولينو د صنعت او معدن اوونۍ پنځم ملي او نړيوال نندارتون کې د شرکت د توليداتو او صنعتي غرفو څخه ليدنه وکړه .

gharibmal_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۸:۲۶
3

د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت مسؤولينو د صنعت او معدن اوونۍ پنځم ملي او نړيوال نندارتون کې د شرکت د توليداتو او صنعتي غرفو څخه ليدنه وکړه .

د ا،م،ا،رتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ننګرهار وادي کرنيز ا،م،ارتي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رئيس، محترم مولوي نعمت الله سالک، مالي او اداري چارو رئيس، محترم محمد اجان راشد، د صنعت او معدن اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په ترڅ کې د شرکت د توليداتو له غرفې او د هېواد د بېلابېلو صنعتکارانو او کورنيو توليداتو له غرفو څخه له نږدې ليدنه وکړه.

 

د دغې ليدنې پر مهال دواړو مسؤولينو د نندارتون له ګډونوالو، صنعتکارانو او توليدوونکو سره خبرې وکړې، د کورنيو توليداتو د بازارموندنې، د کيفيت د لوړوالي او د اقتصادي ودې په برخه کې يې د ورته نندارتونونو ارزښت مهم وباله.

 

په دې نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي سکټورونو کورني توليدات او صنعتي محصولات په ۳۶۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي، څو د افغاني توليداتو د معرفۍ، بازارموندنې او پانګونې لپاره لا ښه فرصتونه رامنځته شي.

 

د يادونې وړ ده چې دغه نندارتون د چنګاښ په ۱۰مه پرانيستل شوی او د همدې مياشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به د ليدونکو پر مخ پرانيستی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS