د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د دوهم فارم د څلورم بلاک د یو شمېر تازه مالټه باغونو د امراضو او افاتو د څېړنې لیدنه ترسره شوه .

gharibmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۲:۳
۳۳

د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت د دوهم فارم د څلورم بلاک د یو شمېر تازه مالټه باغونو د امراضو او افاتو د څېړنې لیدنه ترسره شوه .

 ننګرهار وادي کرنیزا شرکت د بوټو ساتنې امر انجنیر شمس الرحمن تېره ورځ د خپل ټیم او د دوهم فارم د څلورم بلاک د مدیرپه ملتیا د یاد ا شرکت د دوهم فارم څلورم بلاک ته ولاړ، څو د مالټه باغونو د ناروغیو او افاتو کچې، او د هغوی د کیمیاوي کنټرول بهیر له نږدې وګوري او ويې څاري.

په دې لیدنه کې د بلاک مدیر او د یو شمېر کرنیزو شرکتونو استازو هم حضور درلود.

 مسؤلینو له یادو استازو سره د مالټو باغونو د ښه مدیریت په تړاو لازمې سپارښتنې شریکې کړې چې پکې د هرزه ګیاوو پر وخت کنټرول، مالټه بوټو ته د اوبو منظم سیستم برابرول، د امراضو او افاتو په وخت له منځه وړل او د باغونو د پیاوړتیا لپاره اړینې نورې مشورې شاملې وې.

د کرنیزو چارو متخصصین ټینګار کوي چې د دغو سپارښتنو په عملي کولو سره به د مالټه باغونو حاصلات لا زیات شي او د شته کرنیزو شرکتونو او د سیمې کروندګر به له اقتصادي پلوه د پام وړ پرمختګ وکړي.

پایله = له افاتو سره مبارزه، د حاصلاتو زیاتوالی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۲۱
Background image

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت « ننګرهار کانال پروژه »...!

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۵
Background image

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په ستاینلیک او لونګۍ سره وستایل

د پنځه ولسوالیو قومي شوراګانو د ننګرهار وادي کرنیز ا شرکت اجراییوي رئیس او د اوبولګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امر او ددغه امریت یو تن فعال انجنیر د اوبو منظم او عادلانه وېش له امله په. . .

BACK TO NEWS